د نیوزېلنډ او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په دویمه شل اوریزه لوبه کې سریلانکا لوبډلې نیوزېلنډ ته د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۶۲ منډو هدف ورکړ.
توپ وهنه کې ډیکویلا ۳۹ او فیرنانډو ۳۷ منډې وکړې؛ خو نیوزېلېنډ ته رانسي درې او ټیم سوتي دوه ویکټې واخېستې.
نیوزېلنډ لوبډلې شلم اور کې د ۶ لوبغاړو په زیان سره هدف ته ځان ورساوه او لوبه یې د څلور ویکټو په شتون کې وګټله.
توپ وهنه کې ګراندهوم ۵۹ او بروس ۵۳ منډې وکړې.
نیوزېلنډ لوبډلې په دې بریا سره له سریلانکا د شل اوریزو لوبو لړۍ هم وګټله.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د سریلانکا په کوربه توب د درې شل اوریزو لوبو لړۍ روانه ده او درېیمه لوبه به یې راتلونکې جمعه ترسره شي.
له دې وړاندې په دوه ټېسټ لوبو کې یې یوه سریلانکا او یوه نیوزېلنډ لوبډلې ګټلې وه او سیریز یې مساوي شوی وو.