افغان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې له کولمبو کولټ لوبډلې تمریناتي لوبه وګټله

د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې اسیا جام ته تمریناتو په لړ کې کولمبو کولټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې په دغې تمریناتې لوبه کې افغان لوبډلې د ټاس په ګټلو سره توپ وهنه پېل کړه، چې ۴۶ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۹۳ منډو هدف ورکړ.

مقابل کې د کولمبو کولټ ټوله لوبډله په ۱۱۸ منډو اوټ شوه او لوبه یې د ۷۴ منډو په توپیر افغان لوبډلې ته وبایلله.

د ۱۹ کلنو ترمنځ د اسیا جام سیالۍ راتلونکې پنجشنبه پیلېږي او افغان لوبډله به په کې خپله لومړۍ لوبه د پاکستان پر وړاندې ترسره کړي.

تېر ځل د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالۍ په ۲۰۱۷ کال کې ترسره شوې وې، چې اتلولي یې افغان لوبډلې ګټلې وه.