د افغان لوبغاړو ترمنځ په خپلمنځي تمریناتي لوبه کې د ګرین لوبډلې او رېډ لوبډلې ترمنځ لوبه ترسره شوه چې په ترڅ کې یې رېډ لوبډلې، خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
ګرین لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټولو ۵۰ اورونو کې یې ۱۹۸منډې ترلاسه کړې چې د لوبغاړو له ډلې یې نجیب تره کي ۴۱، اصغر افغان ۳۵ او میرویس اشرف ۳۳ ډېرې منډې جوړې کړې چې د رېډ لوبډلې په استازیتوب کریم جنت، عظمت الله، ضیاء اکبر او عبدالواسع هر یوه دوه-دوه ویکټې واخیستې.
ورپسې رېډ لوبډلې توپوهنه پیل کړه چې د توپوهنې په برخه کې یې جاوید احمدي غوره لوبه وکړه او ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې او دغه راز کریم جنت ۴۴ ناسوځېدلې او رحمن الله ګربز ۲۸منډې وکړې او یادې لوبډلې په ۴۵اور کې د سیالې لوبډلې هدف پوره کړ او د ګرین لوبډلې توپ اچوونکو هر یوه سمیع الله شینواري دوه، دولت ځدراڼ او افتاب عالم یوه- یوه ویکټه ترلاسه کړه