عبدالولي عمري

د بنګال هیواد د ۶ پړاو په روان سوداګریز لیګ کي تر ۳۷شمې لوبې درو لوبغاړو په خپلو لوبو کې هټریک کړی دی.

لمړی هټریک د لیګ په نهمه لوبه کي د رانجپور لوبډلې لپاره الیس اسلام وکړ.
الیس اسلام په خپل ۴ اوره کې ۲۶ منډې ورکړې او په بدل کي یې د هټریک په شمول ۴ ویکټې ترلاسه کړې.

دوهم ټریک دل یګ په ۳۳ شمه لوبه کي د کومیلا لپاره وهاب ریاض وکړ.
وهاب ریاض د همدې هټریک په لوبه کې په ۲،۵ اوره کې ۱۴ منډې ورکړې او په بدل کې یې ۳ ویکټي ترلاسه کړې.

دریم هټریک بیا د لیګ په ۳۷ شمه لوبه کي د ډهاکي لپاره ویسټ انډیزي الروانډر انډر رسل په خپل جادګر بالینګ وکړ.
رسل د همدې هټریک په لوبه کي په ۴ اوره کي ۳۸ منډې ورکړې او درې ویکټي یې ترلاسه کړې.