سونیل ناریان دریم مخکښ توپ اچوونکی چې ۳۰۰ ویکټو ته ځان رسوي.

راپور: خپلواک دیځ

سونیل ناریان دریم مخکښ توپ اچوونکی چې ۳۰۰ ویکټو ته ځان رسوي.

ویسټ انډیزي سونیل ناراین خپل نوم د هغو مخکښو توپ اچوونکو په نوملړ کې ور زیات کړی، چې په ۲۰اوریزو لوبو کې خپلې ویکټې تر ۳۰۰ پوري رسوي، ناراین دغه کارنامه د بنګلدیش غوره لیګ کې د سیالهت سیکسرز او ډهاکه ډاینامیک لوبډلو ترمنځ لوبه کې ثبت کړه، هغه له ډهاکې سره لوبیږي.

په دغه لیست کې ډیوین براوو لومړی مقام لري چې په ۳۵۹ شل اوریزو لوبو کې ۳۸۷ ویکټې ترلاسه کړي، دوهم مقام کې بیا لسیت ملینګا په ۲۴۳ شل اوریزو لوبو کې ۳۲۵ ویکټو سره ولاړ دی خو دریم نمبر بیا ښې لاسي ورو توپ اچوونکي سونیل ناریان په ۲۵۲ لوبو کې په ۳۰۱ ویکټو سره ونیوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *