نبي د ال راونډرانو په کتار کې دریم مقام خپل کړ

تاند- د افغانستان کرېکټ ستوری محمد نبي عیسی خېل د ال راونډرانو په نوي اعلان شوې درجه بندۍ کې لا ډېر مخته شوی دی.

محمد نبي په دې وروستیو کې له بنګله دیش سره تر ښې لوبې وروسته اوس د ال راونډارانو په نوې درجه بندۍ کې دریم ځای لري.

د بنګله دېش شکېب الحسن په دغه کتار کې لا هم په اول نمبر دی.

شکیب اوس ۳۹۱ پواینټونه لري.

دویم نمبر د سرېلنکا  مهتیوز دی چې ۳۵۲ پواینټونه یې خپل کړي دي.

محمد نبي د ۳۳۲ پواینټونو په اخيستلو اوس د نړۍ دریم نمبر ال راونډر دی.

د نړۍ په تر ټولو تکړه لسو ال راونډرانو کې د افغانستان، بنګله دیش، هند، نیوزیلنډ او سریلانکا یو یو، د استرالیا درې او د انګلستان دوه لوبغاړي شته.

په دې کتار کې د پاکستان کوم لوبغاړی نشته.

همداراز نبي د نړۍ په لسو ټاپ باولرانو کې شامل دی. دا لومړی ځل دی چې یو افغان باولر د نړۍ په لسو ټاپ لوبغاړو کې راځي.

د یادونې وړ ده چې دا د نړیوالو یو ورځنیو لوبو درجه بندۍ دي.

افغانستان په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې نهم دریځ لري.

د افغان لوبډلې په پورته خېژولو کې د محمد نبي رول ډېر مهم دی.

دی یوازینی افغان لوبغاړی دی چې د افغانستان له لورې یې تر اوسه ټولې ۷۰ سره نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کړي دي،

د لوبغاړو د سوځولو او د منډو د جوړولو په برخه کې دی تر دولت ځداڼ او محمد شهزاد وروسته د تر ټولو ډېرو لوبغاوړ سوځونکی او د ډېرو منډو جوړونکی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *