په جرمني کې د دوه افغان ورونو پرله پسې بریالیتوبونه

تاند – دوه کوچنیو افغان ورونو عبدالله محمد او امېد محمد چې ۱۰ او ۹ کاله عمرونه لري د جرمني د بایرن ایالت په الټوټېنګ ولسوالۍ کې د فټبال په برخه کې د خپلې لوبډلې لپاره درې پرله پسې بریاوې ترلاسه کړې.

د تنکیو ځوانانو د فټبال دغه اتلولۍ چې د ۷ لوبډلو ترمنځ روانې دي د افغان زلمکیانو د استوګنې د مېنې او خواوشا نورو ښارګوټو ترمنځ ترسره کیږي.

کشر ورور امېد په خپله لوبډله کې فارورډ دی او عبدالله د لوبډلې د دفاع چارې ترسره کوي.team

۱۰ کلن عبدالله وایي چې لومړۍ سیالي یې له کیرخ ویداخ کلي سره وه چې د ۱۰ – ۱ ګولونو په وهلو سره نویمارکټ سنکټ فایټ (د دوی ښار) وګټله. په دې لوبه کې ۹ کلن امېد ۵ ګولونه ووهل. دویمه سیالي له ګروینټال کلي سره وه چې دوی د ۱۱ – ۱ ګولونو په وهلو سره وګټله. په دې سیالۍ کې امېد ۴ ګولونه ووهل. امېد وایي چې درېیمه لوبه یې له الټوټېنګ ښار سره وه چې د دوی ټیم د ۱۴ – ۴ ګولونو په وهلو سره وګټله، او په دې سیالۍ کې هغه ۶ ګولونه ووهل.

عبدالله او امېد به له خپلو ځایي ملګرو لوبغاړو سره یو ځای د درې نورو لوبډلو په وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *