اوولس افغان غرختونکې بابا غره ته وختلې

تاند- اوولس افغان غرختونکې بابا غره ته وختلې خو د هوا د سړوالي او د وسایلو د کموالي له کبله د بابا څوکې (شاه پولادي) نه ونه رسېدای شوې.

دوی د بابا غره په اته ورځني سفر کې ۴۴۰۰ متره وختلې او په داسي حال کې چې تر شاه پولادي څوکې پوري ورته ۶۰۰ متره پاتې ول خپل سفر یې رالنډ کړ.

 بابا غر د افغانستان په مرکزي برخو کې غځېدلی او شاه پولادي څوکه یې، چې نژدې ۵ زره متره لوړه ده، په بامیان ولایت کې ده.

غرختونکې افغان نجونې وايي چې څو زره متره لوړې وختلې او سره له دې چې خپل هدف ته ونه رسېدې خو د غر ختنې ښه تجربه یې ترلاسه کړه.

دوی د بامیان په ګډون له بېلابېلو ولایتونو لکه کونړ، پروان، ننګرهار، غزني، وردک، دایکنډي او کابل ولایتونو څخه بابا ته تللې وې.

بابا د هلمند سین د اوبو مهمه سرچینه ګڼل کېږي.

د غرختونکو نجونو په عکسونو کې لیدل کېږي چې لا هم پر دغه غره د تېر ژمي واورې پاتې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *