په المپیک کې د افغان ځغاستونکی عبدالوهاب لوبه

د ۲۰۱۶ کال د المپیک د لوبو په لړۍ کې پرون / جمعه/ افغان ورزشکار عبدالوهاب ظاهري د ۲۰۰ متره ځغاستې په برخه کې د لوبې ډګر ته ووت.

د افغانستان د اتلتیک د ټیم مشر عبدالکریم عزیزي د پرونۍ لوبې په اړه د برازیل له ریو دې جنیرو ښار څخه آزادۍ راډیو ته وویل:

کټ عزیزي

(د دوی په ډله کې اته لوبغاړي وو چې ده وکولای شوای اووم مقام خپل کړي.)

د ریو د المپیک په لوبو کې دریو افغان لوبغاړو په دوو ورزشي څانګو کې ګډون وکړ. د افغانستان لومړنۍ لوبه د جودو په څانګه کې توفیق بخشي وکړه چې د خپل پرتګالي سیال په وړاندې یې ماتې وخوړه او دوهمه لوبه وړمه ورځ د دوه سوه متره ځغاستې په برخه کې کیمیا یوسفي وکړه چې د ۲۴ ښځینه لوبغاړو په مینځ کې یې دوه ویشتم مقام خپل کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *