دا ځل په شپږیزه کې ۸ بهرني لوبغاړې برخه لري

تاند- دا ځل په شپږیزه کې، چې د افغانستان د کرکټ تر ټولو هیجاني او د ډېرو خلکو د خوښې لوبې دي، بهرني لوبغاړي هم ګډون لري.

د افغانستان کرکټ بورد وايي، د شپږیزو په روانو سیالیو کې ۶ پاکستاني، یو زیمبابوې وال او یو استرالیايي لوبغاړي ګډون لري.

Nabiدا د افغانستان په سپورتي تاریخ کې لومړی ځل دی چې بهرني لوبغاړي د افغانانو په یوه لیګ کې ګډون کوي.

بهرني لوبغاړي په ۶ لوبډلو لکه امو نهنګان، سپینغر، بند امیر، مس عینک، کابل بازان او بُست کې لوبېږي.

دا څلورم ځل دی چې په کابل کې شپږیزه کېږي. په تېرو سیالیو کې یې بهرنیو لوبغاړو برخه نه لرله.

لومړۍ مسابقه د بند امیر او سپینغر ټیمونو ترمنځ وه چې بند امیر وګټله.

بند امیر د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۶۵ منډې وکړې خو سپینغر د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې صرف ۱۲۳ منډې جوړې کړای شوې.

دوهمه مسابقه د کابل بازانو او امو نهنګانو ترمنځ وه چې کابل بازانو وګټله.

کابل بازانو د ۹ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۵۵ منډې وکړې. امو نهنګانو د ۵ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۴۳ منډې وکړې.

نن /چهارشنبه/ د مس عینک او بست، دغه راز کابل او سپین غر لوبډلې سیالي سره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *