کابل بازان د الکوزی کولا شپږیزه کرکټ لیګ اتلان شول

د ۲۰۱۶ کال الکوزی کولا ـ شپږیزې سیالۍ چې د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د شپږو لوبډلو په ګډون سره ترسره شوې، پایلوبه یې د کابل بازانو په بریا سره پای ته ورسیده.

په پایلوبه کې د لوبې پچه مس عینک و ګټله او په نولسم اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۹ منډې جوړې کړې، چې له ډلې څخه یې زیاتې منډې نوروز منګل ۳۹ او وحیدالله شفق ۳۳ وکړې.

2د کابل بازانو له لوبډلې څخه راشد ارمان ۴، کریم جنت ۲ ، حمزه هوتک او محمد سمیع د مس عینک د اتلانو یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

2د کابل بازانو لوبډله وتوانیده چې په اتلسم اوور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو د مس عینک له خوا ورکړل شوی هدف پوره کړي او د ۲۰۱۶ کال الکوزی کولاـ شپږیزه لیګ جام په خپل نوم کړي.

د کابل بازانو له ډلې څخه شهزاد محمدي ترټولو زیاتې ۹۰ منډې جوړې کړي.

له لوبې وروسته د شپږیزه لیګ پای غونډه جوړه شوه چې په دې مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش، د عمومي ریاست مرستیال حاجي عزیز الله فضلي، د چارو له ادارې څخه عتیق الله نوشیر او نعمت الله سایر، د الکوزي شرکت استازي نعمت الله بابکرخیل، د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ریاست مرستیال دوست محمد نظري، د ایوا شرکت استازی خپلواک صافی،د عدالت ګوند مشر عبدالرشید ایوبي، د اشنا مبایل استازی سلام خان، د ځوانانو چارو معین کمال سادات، د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت مرستیال لعل الدین آریوبي، د ولسي جرګې او ولایتي شورا غړو، ډاکټر کوپتا، د افغانستان د کرکټ ملي ټیم روزونکی لالچن سیتا رام راجپوت، د دواړو لوبډلو لوبغاړو او د کرکټ زرګونو مینه والو ونډه درلودله.

په دې غونډه کې د ۲۰۱۶ کال الکوز کولاـ شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو غوره لوبغاړي په جایزو او مډالونو و نازول شول.
د کابل بازانو او مس عینک اتلانو د نننۍ یادې لوبې غوره لوبغاړی شهزاد محمدي و ټاکل شو . د دې ترڅنګ، په سیالیو کې ښه منډه جوړوونکی او ښه غوره توپ اچونکی لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل وټاکل شو، نوین الحق د لوبو غوره بالر وټاکل شو، مجیب الرحمان د لوبو نوی ځوان استعداد وټاکل شو، دسیالیو تر ټولو زیات ویکټ اخیستونکی لوبغاړی، راشد ارمان وټاکل شو، همدا ډول له میلمنو لوبغاړو څخه ځانګړې مننه وشوه چې افغانستان ته راغلی او په الکوزی کولا ـ شپږیزه کرکټ لیګ کې ولوبېدل.

د دې ترڅنګ د لوبې لوبڅاران، ساریکا پرساد، احمد شاه پکتین ، احمد شاه درانی، عزت الله ساپی، بسم الله جان شینواری ، محمود خان خروټی، اجمل خان شملزی وستایل شول چې د سیالیو پر مهال یې د ټولو لوبو له نړیوالو اصولو سره سم څارنه کړې وه.

په یاده غونډه کې د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش په خپله وینا کې د کرکټ بورډ کارکوونکي وستایل چې شپه او ورځ یې د سیالیو بریالي بهیر لپاره کار وکړ. دانش د مینه والو راتګ وستایه او له دوی څخه یې مننه وکړه. نوموړي وویل چې، موږ د شپږیزې لیګ له نویو رنګونو سره ترسره کړ او راتلونکی کال به له دې هم غوره وي.
همدا ډول نوموړی، د افغانستان له ملي امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه چې د لوبې پر مهال یې د ښه نظم لپاره د افغانستان د کرکټ بورډ له ادارې سره مرسته کړې وه.

اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي وویل، موږ شپږیزه د ملي یووالي له هوډ سره پیل کړه. د شپږیزې په بهیر کې مو اولسونه سره راټول کړل او دا مو جوته کړه چې افغانستان یو موټي دی.

نوموړي وویل چې اوس افغانستان په کورني کرکټ کې لوی پرمختګ کړی او د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو چې هره ورځ یې زرګونو هېوادووالو له نیږدې او په میلیونونو هېوادوالو یې پر تلویزون ننداراه کوله دا ثابته کړه چې موږ په کرکټ کې نوي او ځوان استعدادونه لرو او زموږ د کرکټ روښانه راتلونکی تضمینوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *