په شپږیزه کرکټ لیګ کې تر اوسه کابل بازان ولې مخکښه او برلاسې دي؟

نصرت الله عمرزی

کابل بازان لوبډله چې لوبډلمشري یې اصغر افغان کوي، ولې په شپږیزه کرکټ لیګ کې تر ټولو مخکې روانه؟
په لومړیو کې هغه چا چې ځان کرکټ پوهان بولي ویل یې سپین غر پړانګان تر ټولو پیاوړې او قوي لوبډله ده، خو په دغو سیالیو کې تر ټولو وروستی مقام لري.
هغه څوک چې ځان کرکټ پوهان بولي او ملي اتلانو پسې بد رد وایي، خصوصاُ اصغر افغان پسې، اوس دې ووایي، چې آیا اصغر افغان سره په دغو بریاوو کې د مافیایي کړیو لاس دی؟
افغان لوبډلې چې لوبډلمشري یې اصغر افغان کوله، څومره ریکارډونه جوړ کړل؟
هغه وخت مو لوبډله په کوم مقام کې وه؟
اتلان خو زمونږ ټول اتلان دي؛ خو هغه څوک چې صرف ځینو ورته اتلان ویل او اصغر پسې به یې بد رد ویل اوس خو هماغه اتلان د اصغر افغان مقابل کې لوبې کوي، ولې یې نه شي ګټلې؟
لوبډلې یې کمزوري دي، که نه بل څه مسئله ده؟
اتلان زمونږ ټول اتلان دي، هېله ده چې ټول ونازوو او شپږیزه لیګ کې د سپین غر لوبډلې په وروسته والي ډېر خواشینی یم.
د یو پرمختللي افغانستان په هېله!