سپین غر زمریان، بُست ساتونکو ته او مس عینک بیا کابل بازانو ته ماتې ورکړه
د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو په لړ کې هم نن دوې سیالۍ ترسره شوې، چې په ۱۳مه لوبه کې سپین غر زمریانو لوبډلې د بُست ساتونکو په ۶ ویکټو ماتې ورکړه.
په دغې لوبه کې بُست لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او ټاکلو شلو اورونو کې سپین غر لوبډلې ته د ۱۳۲ منډو هدف ورکړ.
سپین غر لوبډلې د نجیب الله ځدران په ښې توپ وهنې سره یاد هدف دولسم اور کې پوره کړ.
نجیب دغې لوبه کې په ۳۵ بالونو د ۸ شپږیزو او ۹ څلوریزو په مرسته ۹۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
سپین غر لوبډلې په دې بریا سره د جدول درېیم مقام ته ځان ورساوه.
دغه راز ددې لوبلړ په ۱۲مه سیالۍ کې بیا مس عینک اتلانو د کابل بازانو ته په ماتې ورکولو سره دویم پړاو ته لار وموندله.
په دغې لوبه کې کابل بازانو لومړی توپ وهنه وکړه او ټاکلو شلو اورونو کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره مس عینک اتلانو ته د ۱۳۲ منډو هدف ورکړ.
مس عینک اتلانو د نورعلي ځدران د ښې توپ وهنې پر مټ ۱۸ اورونو کې د یو لوبغاړي په زیان سره ځان ورساوه او لوبه یې د ۹ ویکټو په شتون کې وګټله.
نورعلي ځدران د ۷۲ منډو په جوړولو سره ښه وځلېد.
د مس عینک لپاره توپ اچونه کې نور احمد چې ۱۴ کاله عمر لري او دا یې څلورمه شل اوریزه لوبه وه درې مهم لوبغاړي یې اوټ کړل.
مس عینک په دې بریا سره له څلور لوبو درې وګټلې او دویم پړاو ته یې لار وموندله.
له دې وړاندې کابل بازانو هم خپلې لومړۍ درې لوبې ګټلي، دوه یې بایللي دویم پړاو ته وتې ده.