شپږیزه: نهمه سیالي کابل بازانو وګټله، سبا سهار سپین غر زمریان د بند امیر ښامارانو خلاف لوبیږي

د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په لړ کې نن هم د تېر په څېر دوې سیالۍ ترسره شوې، لومړۍ سیالي یې د سهار او دوهمه سیالي یې بیا له ماسپښین وروسته ترسره شوه. د دې لیګ اووم پړاو سیالیو په اتمه لوبه کې چې تن سهار ترسره شوې، د اکټو سپین غر زمریان له ډېوه ګروپ بست ساتونکو سره مخ شول چې په پایله  کې یې د اکټو سپین غر زمریانو خپله سیاله لوبډله د پنځو منډو په توپير له ماتې سره مخ کړه.

دغه راز  په نهمه لوبه کې نن د نوید احمدزي امو نهنګان د ایوبي کابل بازانو سره مخ شول چې کابل بازانو د لوبډلمشر د غوره توپوهنې او ستر هدف په پایله کې خپل سیال لوری د ۶۱ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړ.

د لوبې په پیل کې د ایوبي کابل بازانو د یادې لوبې پچه وګټله چې لومړی یې د نوید احمدزي امو نهنګان پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې د توپوهنې د پیل لپاره یې د تېر په څېر لوبډلمشر رحمن الله ګربز او نورعلي ځدراڼ لوبې ته راووتل.

ایوبي کابل بازانو د ۵ ویکټو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۲۲۴ منډو هدف وټاکه چې دا په روانو سیالیو کې تر اوسه تر ټولو ستر هدف دی.

د ایوبي کابل بازانو لپاره د ننګیالي خروټي غوره توپ اچونه د یادونې وړ ده چې د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل چې ورپسې نجات مسعود او عظمت الله عمرزي هر یوه دوه ویکټې واخیستې او لوبډله یې بریالۍ کړه.

باید وویل شي چې کابل بازان تر اوسه پورې له دریو سیالو لوبډلو سره مخ شي چې له ډلې یې دوه ګټلې او یوه لوبه بایللې ده او د نمرو په جدول کې یې د نن لوبې په ګټلو سره څلور نمرې خپلې کړې.

د یادونې وړ ده چې د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ د اووم پړاو سیالیو په ۱۰ مه لوبه کې به سبا د اکټو سپین غر زمریان د ډېلي فرېش بند امیر ښامارانو سره د سهار ۹:۳۰ بجې او ورپسې به ۲:۰۰ بجې د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلان د ډېوې ګروپ ساتونکو پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.