شپږیزه: په پنځمه سیالۍ کې د بند امیر ښامارانو بست ساتونکي له ماتې سره مخ کړل، سبا سهار امو نهنګان د بند امیر ښامارانو خلاف لوبیږي

د اووم پړاو شپږیزه کرکټ سوداګریز لیګ په دوام کې نن سه شنبه دوې سیالۍ ترسره شوې، لومړۍ یوه یې سهار او دوهمه یوه یې ماسپښين پیل شوه.
د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په څلورمه لوبه کې چې سهار پيل شوه، ایوبي کابل بازانو حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو ته د څلورو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.
په ماسپښین کې بیا د ډېلي فرېش بند امیر ښامارانو د لوبډلمشر اصغر افغان چټکې، د عثمان غني زړورې توپوهنې او د شرف الدین اشرف غوره توپ اچونې، یاده لوبډله د بریا تر پولې ورسوله او د ډېوه ګروپ بست ساتونونکي یې د ۹ ویکټو په توپیر له ماتې سره مخ کړه.
د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ پنځمه لوبه چې پچه یې د بست ساتونکو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه؛ په پایله کې یې یادې لوبډلې په خپله پاڼۍ کې د نهو ویکټو په سوځېدو له سیال لوري ۱۳۳ منډې ترلاسه کړې.
د ډېوه ګروپ بوست ساتونکو لپاره په توپوهنه کې عمران جنت ۳۳ او منیر احمد ۳۱ منډې وکړې، په داسې حال کې چې د ډېلي فرېش بند امیر ښامارانو توپ اچوونکي بیا ډېر ښه وځلېدل او یو په بل پسې یې د خپل سیال لوري ویکټې وغورځولې.
د یادې لوبډلې په توپ اچوونکو کې د شرف الدین اشرف توپ اچونه د یادونې وړ ده چې د بست ساتونکو څلور لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل او سیال لوری یې ډېرو منډو اخیستو ته پرېنښوده، چې ورپسې وقار سلامخېل هم درې ویکټې واخیستې او میرویس اشرف هم یوه ویکټ ترلاسه کړه.
کله چې د بند امیر ښامارانو توپوهونکي ډګر ته راغلل نو ډېره زړوره لوبه یې پیل کړه. که څه هم حضرت الله ځاځي له اوو منډو ترلاسه کولو وروسته ویکټ له لاسه ورکړه، خو د اصغر افغان چټکې توپ اچونې، ښاماران لا ډېر زړور کړل چې په پایله کې یې دواړه افغان او غني پر ویکټه ودرېدل او لوبډله یې په ۱۵ اورونو کې بریا ته ورسوله.
د ډېلي فرېش بند امیر ښامارانو لپاره عثمان غنی ۶۲ ناسوځېدلې او اصغر افغان ۵۵ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې او لوبډله یې د ۹ ویکټو په توپير تر بریا ورسوله، په داسې حال کې چې د ډېوه ګروپ بست ساتونکو د توپ اچوونکو له منځه یوازې کریم جنت ۱ ویکټ واخیسته.
پر همدې بنسټ د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د غوره توپ اچونې له امله شرف الدین اشرف، د سټایلېش لوبغاړي جایزه عثمان غني او د ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي جایزه اصغر افغان ته ورکړل شوه.
دا په داسې حال کې ده چې سبا ۹:۰۰ بجې به د نوید احمدزي امو نهنګان د ډېلي فرېش بند امیر ښامارانو پر وړاندې او ۱:۳۰ بجه د اکټو سپین غر زمریان د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلان د یو بل پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.