شپږیزه کرکټ لیګ: میس عینک اتلانو بند امیر ښامارانو ته ماتې ورکړه، سبا سپین غر زمریان د امو نهګانو خلاف لوبیږي

د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ  اووم پړاو لیګ چې وړمه ورځ افغان ولسمشر په حضور کې پرانېستل شو، نن یې رسماً د پرانېستې سیالۍ ترسره شوه.   په لومړنۍ لوبه کې چې نن ماسپښین ۱:۳۰ بجه پیل شوه، د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو خپل سیال ډېلي فرېش بند امیر ښاماران د یوې منډې په توپیر له ماتې سره مخ کړل.

دا سیالۍ نن رسماً په پلازمېنه کابل کې پېل شوې او لومړۍ سیالي یې د میس عینک اتلانو په خپل نوم کړه.

د لوبې په پیل کې بند امیر ښامارانو پچه وګټله چې لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، په داسې حال کې چې د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو د اوو ویکټو په سوځېدو په ټولو ۲۰ اورونو کې له سیالې لوبډلې ۱۷۹ منډې ترلاسه کړې.

د موخې د ترلاسه کولو لپاره فرېش بند امیر ښامارانو د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې د توپوهونکو له منځه یې عثمان غني ۷۹ ډېرې، اصغر افغان ۴۵ او حضرت الله ځاځي ۲۴ منډې وکړې، خو د دوی د دغو منډو سربېره بیا هم یادې لوبډلې خپله لوبه ونه ګټله او د یوې منډې په توپیر یې له مس عینک اتلانو ماتې ومنله.

د نننۍ لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د مس عینک اتلانو حشمت الله شهیدي، د سټایلېش لوبغاړي جایزه عثمان غني او د ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي جایزه بیا شهزاد محمد ته ورکړل شوه.

هېره دې نه وي چې د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ د اووم پړاو دوهمه لوبه به  سهار ۹:۳۰ بجې پیل د اکټو سپين غر زمریان او امو نهنګانو تر منځ ترسره شي. دغه راز په درېیمه لوبه کې چې د ماسپښین دوه بجې پیلیږي د ایوبي کابل بازان او بوست ساتونکي د یو بل پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.