اووم پړاو شپږیزه کرکټ ‌لیګ نن پیلیږي، افغان ولسمشر دا لیګ ستایلی

بېګاه شپه د شپږیزه کرکټ لیګ پرانېسته رسماً وشوه او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم په دې مراسمو کې ګډون کړی و، د شپږیزه کرکټ لیګ دغه پرانېستغونډه چې باید لا پخوا شوې وای، په هېواد کې د کورونا وایروس د سرایت له امله تر پرونه ځنډول شوې وه.

په دې مراسمو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ماښام د وږی۱۵مه وویل چې د کرکټ لوبغاړي د افغانستان استازي‌ او سفیران دي.

ولسمشر زیاته کړه: ((یوه لوبډله چې لا شل کلنه نه ده، د لسو غوره لوبډلو په قطار کې یې ځای خپل کړ. تاسو چې سل کلن شئ څه به کوئ؟ تاسو د افغانستان داستان یاست، تاسو هغه داستان یاست چې هر افغان په کې خپل ځان ویني.تاسو هر ځوان ته (د ژوند) یو بدیل ورکړ، هغه ځوان چې ناهیلی و، تاسو ورته هیله پیدا کړه.))

په دې مراسمو کې د افغان ولسمشر سره د نوموړي لومړي مرستیال امر الله صالح او د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار هم ګډون کړی و. ولسمشر اشرف غني د کرکټ بورډ سره ژمنه وکړه چې ډېر ژر به په کابل کې ورته د «نوي سټېډیوم» لپاره ځمکه هم مشخصه کړي.

شپږیزه کرکټ لیګ د شلو اوورنو سوداګریز ‌لیګ دی چې د افغانستان د ملي لوبغاړو سربېره پکې د داخلي کلبونو سلګونه لوبغاړي هم په کې ګډون کوي. دا د شپږیزه کرکټ ‌لیګ اوم پړاو دی چې نن په کابل کې پيلیږي او شپږ لوبډلې په کې شاملې دي.