شپږیزه؛ مس عینک، بند امیر، کابل بازان او سپین غر زمریانو دوهم پړاو ته لاره پېدا کړه

د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو د لومړي پړاو وروستۍ لوبه د بند امیر ښامارانو او بُست ساتونکو ترمنځ ترسره شوه.
په دغې لوبه کې بند امیر لوبډلې د څلور لوبغاړو په سوځېدو سره بُست لوبډلې ته د ۱۹۴ منډو هدف ورکړ.
بند امیر ته توپ وهنه کې جاوید احمدي د اته شپږیزو او ۱۱ څلوریزو په مرسته ۱۱۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او لومړی لوبغاړی شو، چې دغې پړاو کې سلیزه وهي.
بُست لوبډله د نجات مسعود د ښې توپ اچونې له امله په ۸۴ منډو اوټ شوه او لوبه یې د ۱۰۹ منډو په توپیر وبایلله.
د دغې سیالیو دویم پړاو ته مس عینک اتلانو، بند امیر ښامارانو، کابل بازانو او سپین غر زمریانو لار وموندله.
امونهنګان او بُست لوبډلې په دغې پړاو کې له سیالیو بهر شوې.
د دې سیالیو په لومړۍ نیمه پای لوبه کې به چهارشنبه سهار نهه بجې مس عینک اتلان او بند امیر ښاماران د سیالۍ ډګر ته سره ښکته شي، ګټونکې لوبډله به پای لوبې ته لار مومي او بایلونکې لوبډله به دویمې نیمه پای لوبې ته انتظار کوي.
چهارشنبه ماسپښین یوه بجه به کابل بازان او سپین غر زمریان سره د سیالۍ ډګر ته ووځي، ګټونکې لوبډله به دویمې نیمه پای لوبې لار پیدا کوي او بایلونکې لوبډله به یې له سیالیو بهر کیږي د کابل او سپین غر ترمنځ لوبه کې ګټونکې لوبډله به پنجشنبه سهار ۹ بجې د لومړۍ نیمه پای لوبې بایلونکې لوبډلې سره مخ کیږي، چې په هغه کې ګټونکې لوبډله به پای لوبې ته وځي او بایلونکې لوبډله به بهر کیږي.
د دې سیالیو پای لوبه د جمعې په ورځ ترسره کېږي.