شپږیزه؛ د اکتوبر په ۱۶مه لومړۍ پلی آف سیالۍ پیلیږي، نور هم شته

د يادولو ده چې د اکتوبر په ۱۶مه نېټه سهار ۹ بجې به په لومړۍ پلی آف لوبه کې د وزيرزي مس عينک اتلان او د پاراګان بند امير ښاماران لوبډلې مخامخ شي. همدا راز ماسپښين ۱:۱۵ بجه به بيا په دويمه پلی آف لوبه کې د کابل بازان او سپين غر زمريان لوبډلې مېدان ته کوزېږي.

10 کاله مخکي په دې ورځ، ډیویډ بکهام خپله 115مه او وروستۍ لوبه د انګلستان د ملي لوبډلي لپاره وکړه.

د 2003م کال راهیسې په لومړي ځل د جرمني د ملي لوبډلې مرکزي لوبغاړي امري جان د یورو کپ د غوراوي پړاو د تاریخ تر ټولو تیز سور کارت واخیست. هغه د ایسټونیا پر وړاندې په پرونۍ لوبه کې په 14مه دقیقه کې سور کارت واخیست.

ډيلي مېل: د اسټون ویلان دفاعي لوبغاړی ټایرون مینګز به په ملي لوبډله کې د مایکل کین ځایناستی شي. کین زخمي شو او مینګز به د بلغاریا پر وړاندې لومړۍ لوبه وکړي.

رسمي: د روما او مارسي پخوانی روزونکی روډي ګارسیا تر 2021م کال پوري د لیون نوی روزونکی شو.

 الیکسیس سانچز د کلمبیا پر وړاندې د وړمې ورځې په لوبه کې زخمي شوی دی او اوس د چیلي ملي لوبډلې د هغه زخمي کېدل تائید کړي.
د ده زخم شدید بلل شوی او تر معایناتو وروسته به یې له لوبو د لیروالي موده څرګنده شي.

سانچز د خپل نوي کلب لپاره یوازي 4 لوبې کړي دي او یو ګول یې پکې لګولی دی.

ریاض محرز د منچسټر سیټي د سپټمبر د میاشتې د غوره لوبغاړي په توګه انتخاب شو.

نیمار د نایجریا پر وړاندې د پرون لوبه کې زخمي شو او د لوبې څخه ویستل شو. هغه پاریس ته تللی دی، تر څو طبي معاینات ترسره کړي.

د یورو کپ په غوراوي پړاو کې د ولز او کرواشیا د پرون شپې لوبه 1-1 مساوي شوه.