نن پنجشنبه د چلنج کپ لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیلیږي

 د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګه راتلونکې اونۍ د خوست ولایت په دوه کرکټ لوبغالو کې د اتو لوبډلو ترمنځ د چلنج کپ لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیلوي، چې د روانې اګست میاشتې په ۱۳مه نېټه به پیل او د همدې میاشتې په ۲۲مه نېټه به پای ته ورسیږي.

 دغه سیالۍ د خوست په ولایتي کرکټ لوبغالي او د همدې ولایت د مس عینک په نوم شخصي لوبغالي کې پیلیږي چې د اتو لوبډلو ترمنځ به لس ورځې دوام ومومي او پایلوبه به یې د اګسټ په ۲۲مه نېټه په کابل کې ترسره شي.

 د چلنج کپ لومړۍ درجه ولایتي سیالیو کې د بلخ لوبډلې په نوملړ کې اسدالله متاني (لوبډلمشر)، ظفرخان، احسان مندوزی، کامل، عبدالمالک، فرهان زاخېل، محمد ابراهیم ) ویکټ ساتونکی (، جمشېد، عبدالستار، عظیم خان، محمد حسن، سلیمان عربزی، محمد حلیم، عبدالرزاق او وسیم مندوزی) شامل دي. ترڅنګ یې خیرمحمد، احمدالله او سمیع سالارزی په احتیاطي لوبغاړو کې شامل دي.

 د فاریاب په نوملړ کې مرادعلي (لوبډلمشر او ویکټ ساتونکی)، هدایت الله، زاهد زاخېل، جمعه ګل، سلیم ساپی، فضل حق، ابراهیم ساپی، اعجازاحمد، ظهیب، عبدالهادي، عبدالباسط، خیرالله، عیدمحمد، رستم او حیات الله) شامل دي چې سربېره پر دې نعمت، بلال او عزت د یاد ولایت په احتیاطي لوبغاړو کې شامل دي.

 همدارنګه د هلمند لوبډلې په نوملړ کې شریف الله، قدرت الله (ویکټ ساتونکی)، عبدالباري، زلمی خان، عبدالنافع، رحیم سهاک، نظیراحمد، کبیراحمد، عبدالحکیم، انصارالله، احمدضیاء، نوید زابلی، دستګیر دوتاني (لوبډلمشر)، حکمت الله او باري کاکړ شامل دي چې سربېره پر دې پکې هبت الله، لطف الله او محمدرسول په احتیاطي لوبغاړو کې شامل دي.

 د دغو لوبو د کابل په نوملړ کې دروېش رسولي، یونس احمدزی، امان رفیقي، انعام الله، شفیق الله غفاري، عبدالرحمن، نثار وحدت (لوبډلمشر)، شاکر، اصف موسی زی، فرمان الله، عظمت الله، ګلاب عمرزی، پرویز، اسحاق ځاځی (ویکټ ساتونکی) او عمران جنت شتون لري چې سربېره پکې روښان زرملوال، اقبال ځاځی او بلال سهاک په احتیاطي لوبغاړو کې شامل دي.

 سربېره پر دې د کندهار په نوملړ کې منیر کاکړ (لوبډلمشر او ویکټ ساتونکی) نصیب الله شېردلي، عبدالمالک، عبدالرازق، محمد ابراهیم، عین الدین کاکړ، بلال احمد، احمدظاهر، نجیب الله، خیال محمد، عبدالباقي، محمدعالم، وقارالله اسحاق، عبدالله تره خېل او واسق الله شامل دي چې دغه راز صدیق الله باوري، عبدالله اغا او عبدالعزیز د احتیاطي لوبغاړو په نوملړ کې شتون لري.

 د خوست په نوملړ کې رحیم منګل، نوید عبید،اصغر اتل، شاهد کمال (لوبډلمشر)، صدام منګل، محمدالله، رحمن الله ځدراڼ، باختر اتل، حسیب الله، ضیاءالرحمن شریفي، شاهین (ویکټ ساتونکی)، نوراحمد، هاشم خلیل ګربز او ایمل شتون لري چې احسان منګل، نسیم او نعمت پکې په احتیاطي لوبغاړو کې شامل دي.

 د ننګرهار په نوملړ کې طارق ستانکزی، بهیر محبوب، شوکت زمان (لوبډلمشر)، طاهر عادل، باطن شاه، ابراهیم عبدالرحیمزی، عبدالله عادل، عابد محمدي، زبید اکبري، تمیم، اسحاق محمدي (ویکټ ساتونکی)، بهارعلي، قاري فطرت، ولي اغا او ناصرعمر شامل دي او په احتیاطي لوبغاړو کې یې اکبر موسی زی، مجید عالم او عارف خان شامل دي.

 او د میدان وردګو ولایت په نوملړ کې صدیق فرهاد، محمد سردار (لوبډلمشر)، اسلام ځاځی، فیصل، بریال، عرفان الله، محمد حفیظ، نصرت قریشي، وسیم اکرم، محمدالله، صادق اتل، وقار سلامخېل، ضیاءالحق پرواني، صابر بهرامي او میرویس ځاځی شتون لري چې دغه راز په احتیاطي لوبغاړو کې نورالحق ملکزی، میوند او هارون شامل دي.

 د یادولو ده وړ ده چې د یادو سیالیو پایلوبه به په پلازمېنه کابل کې د دوه لوبډلو ترمنځ د روانې اګسټ میاشتې په ۲۲مه نېټه ترسره شي