کوېنټن ډیکاک شپږم لوبغاړی شو چې د کال د غوره لوبغاړي جائزه یې واخیسته

د سویلي افریقا کرکټ بورډ  د خپل هېواد نارینه او ښځینه کرکټ لوبډلو څخه د کال غوره کرکټ لوبغاړي اعلان کړل، چې په نارینه لوبغاړو کې ځوان وېکټ ساتونکی توپ وهونکی کوېنټن ډیکاک هم راغلی.

هغه د افریقا د کال غوره کرکټر جایزه هم اخیستې او د کال د ټېسټ لوبو کرکټ لوبغاړی هم اعلان شوی.

کوک د افریقا د کرکټ په تاریخ کې شپږم لوبغاړی دی، چې یاد مقام ته رسېږي، له ده وړاندې ډیویلیرس غوره کرکټر دی، چې ۲۰۱۵ م کال کې یې د افریقا د غوره کرکټ لوبغاړي جایزه ترلاسه کړې وه.

د ډیکاک دا دویم ځل دی، چې د افریقا د لوبډلې د کال غوره توپوهونکی اعلانیږي. مکایا اېن ټیني، کګېسو رباډا، هاشم امله او ډیویلیرس هم نوي، دې نوملړکې شامل شوي دي.

شبنېم اسماعیل د افریقا ښځینه کرکټ لوبډلې د شل اوریزو لوبو غوره لوبغاړې راغلې او جایزه یې واخیسته. نانکولولیکو اېم لابا د نوې لوبغاړې په توګه یا نیو کمر په حېث د کرکټ غوره لوبغاړې اعلان شوې.