جنوبي افریقا کرکټ بورډ نوی پلان لري

د سویلي افریقا نامتو کرکټ لوبغاړی او پخوانی لوبډلمشر د افریقا کرکټ لوبډلې ته ورځي او د  لوبډلمشرۍ کولو غوښتنه ورڅخه شوې.

د سویلي افریقا کرکټ بورډ له ای بي ډیویلیرس غوښتي چې بېرته لوبډلې ته ورستون شي او د خپل هېواد لوبډله رهبري کړي.

د افریقا کرکټ لوبډلې مشر روزونکي مارک بچر له هغه غوښتنه کړې چې لوبډلې سره یو ځای شي.

۳۶ کلن ډیویلیرس په ۲۰۱۸ م کال جولای میاشت کې له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.

نوموړی د افریقا لپاره یو له بریالیو توپ وهونکو څخه و، چې د افریقایي کرکټ لوبډلې د ملا تیر بلل کېده.

ډیويلیرس په یو ورځنیو لوبوکې د چټکې سلیزې ریکارډ.

هغه په ۲۰۱۵ م کال کې د ویسټ انډیز خلاف په ۳۱ توپونو سلیزه ووهله او نړیوال ریکارډ یې قایم کړ.

د ۲۰۱۹ م کال پرمهال د ډیویلیرس په نشتون کې د افریقا لوبډله له ماتو سره مله وه او هغه وخت ډیویلیرس وویل که کرکټ بورډ وغواړي دی کولای شي چې لوبډلې سره یو ځای شي.

اوس د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې مشر روزونکي مارک بچر ویلي چې ډیویلیرس به ۲۰۲۰ م کال شل اوریز کرکټ جام کې د لوبډلې غړی وي او ښایي لوبډلمشري وکړي.