د جنوبي افریقا  د کرکټ بورډ عمومي کلنۍ غونډه وځنډول شوه

ولید ( خپلواک )

جنوبي افریقا کرکټ بورډ خپله عمومي ناسته د څه وخت لپاره ځنډولي، ټاکل شوې وه چې د جنوبي افریقا کرکټ بورډ کلنۍ ناسته د روانې میاشتې په پنځمه نېټه ترسره شوې وای.
د وروستیو معلوماتو پر اساس یاده کلنۍ ناسته د نوې کرکټ بورډ رئیس لخوا ځنډول شوی.
افریقا کرکټ بورډ هر کال یوه عمومي ناسته ترسره کوي چې پکې د ځنیو غړو سره د کارې بهیر موده اوږدوي، د دې ترڅنګ هغه کارمندان چې په خپل کار کې تر ډېره ښه نه وي لیدل شوي، له دندې یې ګوښه کوي.
په یاده غونډه کې پر ټولو مسایلو د سره بحث کیږي او د راتلونکې لپاره پر يو ګټونکې پلان ټول غړي سره په ګډه مشوره کوي.
جنوبي افریقا کرکټ بورډ لا تراوسه پورې د دې غونډې لپاره خپله وروستۍ نېټه نده نهایې کړی.

جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډله په خپله لوبډله کې پیاوړي او نامتو کرکرکټران لري چې د نړۍ په کچه مینوال لري.