ډیویلیرس: جنوبي افریقا کرکټ بورډ راڅخه غوښتي، څو لوبډلمشرۍ ته بیا ور وګرځم
د سویلي افریقا نامتو کرکټ لوبغاړی او پخوانی لوبډلمشر د افریقا کرکټ لوبډلې ته ورځي او د لوبډلمشرۍ کولو غوښتنه ورڅخه شوې.
د سویلي افریقا کرکټ بورډ له ای بي ډیویلیرس غوښتي چې بېرته لوبډلې ته ورستون شي او د خپل هېواد لوبډله رهبري کړي.
د افریقا کرکټ لوبډلې مشر روزونکي مارک بچر له هغه غوښتنه کړې چې لوبډلې سره یو ځای شي.
۳۶ کلن ډیویلیرس په ۲۰۱۸ م کال جولای میاشت کې له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.
نوموړی د افریقا لپاره یو له بریالیو توپ وهونکو څخه و، چې د افریقایي کرکټ لوبډلې د ملا تیر بلل کېده.
ډیويلیرس په یو ورځنیو لوبوکې د چټکې سلیزې ریکارډ.
هغه په ۲۰۱۵ م کال کې د ویسټ انډیز خلاف په ۳۱ توپونو سلیزه ووهله او نړیوال ریکارډ یې قایم کړ.
د ۲۰۱۹ م کال پرمهال د ډیویلیرس په نشتون کې د افریقا لوبډله له ماتو سره مله وه او هغه وخت ډیویلیرس وویل که کرکټ بورډ وغواړي دی کولای شي چې لوبډلې سره یو ځای شي.
اوس د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې مشر روزونکي مارک بچر ویلي چې ډیویلیرس به ۲۰۲۰ م کال شل اوریز کرکټ جام کې د لوبډلې غړی وي او ښایي لوبډلمشري وکړي.