جنوبي افریقا له بنګله دیش کرکټ بورډ غوښتي چې کوچ یې ور ولیږي

ولید خپلواک

 د بنګله دیش اوسني کوچ (چارل لانجیویلډیټ) د سویلي افریقا اصلي اوسیدونکی دی، د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې د بنګله دیش کرکټ بورډ نه غوښتنه کړي چې چارل د کوچینګ سیټ اپ څخه لري کړي.

 چارل وایې چمتو یم چې یو ځل بیا د سویلي افریقا لوبډلې برخه وال شم.

 د بنګله دیش کرکټ بورډ مشر (نظم الحسین) د کریک بز سره په روستۍ لنډه مرکه کې ویلي.

 تراوسه مونږ ته چارل داسي څه نه دي ویلي چې ای بنګله دیش کرکټ بورډ د کوچینګ برخه به پریږدي کنه؟

 بنګله دیش د جولای په میاشت کې لانجیو د ملي ټیم نوی تیز باولینګ روزونکی وټاکه چې په انګلنډ کې د نړیوال جام وروسته د ویسټ انډیزي کورټني والش ځای ونیسي.  مخکي د بنګله دیش کرکټ بورډ ویلي و چې افریقایې چټک بالینګ کوچ چارل به ورسره د دوو کلونو روزونکی وي،

 د سویلي افریقا کریکټ په وروستي وختونو کې د دوی کوچینګ سیټ اپ کې خورا لوی بدلون وکړ چې په دې کې د جنوبي افریقا د نارینه ټیم روزونکي په توګه د مارک بوچر ټاکل شامل و، پخواني ویکټ کيپر بیټر به د ۲۰۲۳ نړیوال جام ورسته د سویلي افریقا سره قرارداد لاسلیک کړي،

 بل پلو

 انوچ نکوی، چې د اکتوبر په میاشت کې یې د لنډمهاله ټیم رییس په توګه هندوستان ته تللی و، د مرستیال روزونکي په توګه وټاکل شو، پخوانۍ انتخاب کونکي لیندا زونډي پینل به د خپلواک غړي په توګه بیرته راستون شي چې پکې به کپتان فاف ډوپلسيس، بوچر او اینکوی هم شامل وي.