د جنوبي افریقا پخوانی سر روزونکی بنګله دېش ته ځي

ولید (خپلواک)

د سویلي افریقا پخواني سر روزونکی شاید د بنګله دیش کرکټ لوبډلې د چټک بالینګ کوچ وټاکل شي، د سویلي افریقا پخواني او تجربه کاره روزونکی (اوټيس ګيبسن) وایي د بنګله دېش د ملې لوبډلې د تېز بالینګ کوچ ټاکل کيږي.

هغه لا پر دی بحث کې دی چې راتګ یې څو فیصده باورې دی چې د بنګله دېش لپاره به راتلونکی د بالینګ کوچ شي . ګیبسن په اوسنې وخت کې د بنګله دیش په کورني کرکټ لیګ کې د (کاميلاواررز) لوبډلې مشر روزونکی دی.

 ګبسن د دوشنبې په ورځ د شیر – بنگله په ملي لوبغالي کې خبریالانو ته وویل “زه به دا رد نه کړم چې خبرې په یقیني ډول روانې دي.” “مګر تاسو پوهیږئ چې د هرڅه موافقه کول لاهم اوږده لاره ده.

 زه د کرکټ سره ځانګړې مينه لرم او دا مينه د تېز توپ اچونکو ته روزنه ورکول دي. که چيرې فرصت راکول شو نو زه به د بنګله دیش د فاسټ بالرانو لپاره ډېر کار وکړم.

 بنګله دیش کرکټ ملي لوبډله د فاسټ بالینګ کوچ ته ضرورت لري او دوی د سویلي افریقایي اوټیس ګیبسن سره خبرې راوانې کړې.