اکاش چوپړا د پاکستان له یو نومتوي آل روڼډر دفاع وکړه

ولید (خپلواک)

اکاش چوپړا وایي په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۹ م کلونو کې شاهد افریدي یو غوره الرونډر و.

د هند کرکټ پخواني لوبغاړي (اکاش چوپړا) په خپل ورستي ټویټ کې د پاکستان کرکټ نوم وتې الراونډر (شاهد خان افریدي) د دې لسیزې او د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۹ م کال غوره الراوڼدر اعلان کړ .

 اکاش وایي شاهد هغه وخت ډېر زیات په نړۍ کې مشهور شو کله چې نوموړي په ۳۷ بالونو د سریلانکا خلاف یوه شانداره سلیزه ترلاسه کړه.

 هغه د پاکستان لپاره ۵۰۰ نړیوالې لوبې ترسره کړي، په هر صورت د هغه راتګ نړیوال کرکټ ته د لیګ سپېنر په شکل ډېر ګټونکی و.

 هغه په نړویال کرکټ کې د

 Boom Boom

 لقب هم اخیستی و، چې په پښتو کې یي معنا د بیټ غږ ته ويل کيږي .

 دا چې د کرکټ لسیزه پای ته ورسېده، نو اکاش هم په خپل ټيوټر باندې د بالینګ په برخه کې د (لاسيت ملینګا) د توپ وهنې په برخه کې د هندې (ویراټ کوهلې) د توپ نيونې په برخه کې د انګلستانې (بټلر) او د لراونډرانو په لېست کې د پاکستاني شاهد خان افریدي نوم خپور کړی.

 هغه ته ځواب ویونکی ډېر و نو سمدلاسه ترې چا پوښتنه وکړه چې افریدي خوښوئ؟ تاسو باید د بل لوبغاړي عکس خپور کړی وای، نو اکاش یې په ځواب کې وویل د دپاکستان د مينه وال د خوشالولو په خاطر یې دا کار کړی.