مشعل له پاکستان سره د مسابقو دفاع وکړه

تاند- د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل نن /سې شنبه/ له پاکستان سره د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د مسابقو دفاع وکړه.

ګومان کېده چې ښاغلی مشعل به د هغو انتقادونو په وړاندې، چې په وروستیو ورځو کې په ډله ییزو رسنیو کې شوي دي، له پاکستان سره د مسابقو په اړه له خپلې موافقې تېر شي.

پرون د کرکټ بورډ چارواکو وویل چې تراوسه پورې له پاکستان سره د مسابقو پرېکړه نهايی شوې نه ده.

ښاغلي مشعل هم دې موضوع ته اشاره وکړه، ویې ویل چې له پاکستان سره د مسابقو پر اجنډا یې سلا کړي خو موافقه لا لاسلیک شوې نه ده.

ده وویل چې له غور او څېړنې وروسته به موافقه لاسلیک شي.

مشعل او د پاکستان د کرکټ بورډ مشر شهریار خان د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ په لاهور کې یوې خبری غونډې ته وویل چې د دوو هیوادونو د ملي لوبډلو ترمنځ به دوې شل اوره مسابقې په جولای او اګست میاشتو کې په افغانستان او پاکستان کې کېږي.

(په دې اړه نور)

خو شکرالله عاطف مشعل نن وویل، چې له پاکستان سره د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم مسابقې د افغانستان په ګټه دي او دی له ټولو افغانانو غواړي سپورت ته د لوبو په سترګه وګوري.

له پاکستان سره د افغان ټیم د مسابقو مخالفان وايي چې پاکستان په نړۍ کې منزوي شوی او که افغان ټیم ورسره لوبې وکړي د دغه هیواد د انزوا له کمېدو سره مرسته کوي.

دوی دغه راز وايي چې پاکستان د افغانستان په چارو کې په ښکاره لاسوهنه کوي، افغانستان ته ترهګر رالېږي، د اقتصادي فشار په خاطر ترانزیتي لارې بندوي نو باید له پاکستان سره مسابقې هم ونه شي.

مشعل او له پاکستان سره د سیالیو پلویان وايي، پاکستان د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړغړیتوب لري؛ له دغه هیواد سره مسابقه د افغانستان د ټیم د درجه بندۍ یا رینک له لوړېدو او په نهایت کې د بشپړ غړیتوب له ترلاسه کولو سره مرسته کولی شي.

دغه راز داسې اندېښنې هم شته چې که له پاکستان سره د کرکټ په برخه کې مخالفت وشي ممکن دا هیواد تروریستي ډلې په افغانستان کې د کرکټ پر لوبغاړو او نندارچیانو حملو ته وهڅوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *