له بنګله دېش ورورسته هندوستان کرکت بورډ هم پاکستانیان ځواب کړل
خبریال: فضل رحیم رحیمي –
د هند د سپورټ وزیروایي تر هغو به له پاکستان سره سیالۍ ونه کړي چې پاکستان پخپل هیواد کې تروريزم پای ته ونه رسوي.
د پاکستان کرکټ بورډ تمه لرله چې په نژدې راتلونکې کې به د هندوستان کرکټ لوبډله له پاکستان سره د کرکټ دوه اړخيزې لوبې وکړي، خو د هندوستان کرکټ بورډ ورته دا ارمان هم په زړه پریښود.
د هندوستان د لوبو وزیر پاکستان ته وویل چې په سرحداتو کې د لاسوهنو او د مختلفو ډلو له روزولو لاس واخلې او ترهغه ورورسته به د پاکستان له کرکټ لوبډلې سره دوه اړخيز سیریزونه ترسره کړي.
نوموړی زیاته کړه، د چمپین ټرافي او د کرکټ نړیوالې شورا له لوبو پرته به په هیڅ حالاتو کې له دوی سره نورې لوبې ونکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کرکټ ملي لوبډله د جون په څلورمه د هندوستان کرکټ لوبډلې سره یوه سیالۍ هم لري.
د پاکستان او هندوستان ترمنځ تل په زړه پوری لوبې شوې او دا ځل هم ورته د پاکستان او هند کرکټ مینه والو پرته د نورو هيوادنو مینه وال هم دغې لوبې ته ورځې شماري.
د یادونې ده چې څه موده وړاندی پاکستاني رسنیو خبر ورکړی و، چې هندوستان او پاکستان به په راتلونکی کې یوه ناسته وکړي او له هغی ورورسته به د دواړه هېوادونو ترمنځ د کرکټ لوبې ترسره شي.