د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ دیپلوماسي

محمد زمان سهيل –

له سياسې اړخه پري خبره کوو، منو چې له پاکستان سره مو د یوه ښه ګاونډی په توګه اړیکې لا له پخوا نه خړي دي، مګر په دې وروستیو کې تر هر بل وخت نازکې شوي دي، که وګورو نو د نړۍ د نورو هیوادونو ترمنځ، چې کله هم سیاسې اړیکې ترینګلي شوي دي او بلې هیڅ لاري نتېجه نه ده ورکړي نو بیا د سپورت له لاري ګټه اخیستل شوي، لکه د چین او ایران ترمنځ له دوهمې نړیوالې جګړي را وروسته د پینګ پانګ سیالیو دیپلوماسي  همداسي د نورو هیوادونو ترمنځ د فوټبال دیپلوماسي، والیبال دیپلوماسي او نوري، دا د دې په موخه، چې تر څو خرابې شوي سیاسې اړیکې یې له امله ښي شي او د هیوادونو ترمنځ سیاسې کړکیچ حوار شي.

سمه ده، چې سپورت لکه د نورو غیري سیاسې برخو په څیر دی او باید سیاسې رنګ خپل نه کړي، خو دا باید ومنو چې ځینې وخت پرنسیپونه استثناءت لري او هغه په همدې، چې د مشکل لپاره یوه د حل لار پېدا شوي وي.

زه پر کرکټ ډیر نه پوهېږم، ولې اوس له پاکستان سره د دوستانه سیالیو خبره شوي، دلته یې رنګ سیاسې دی نه ټولنېز او سپورتې. د پاکستان او افغانستان ترمنځ وروستي سیاسې روابط له نورو لارو حل نه شوه آن تر دې، چې د پاکستان لوړ پوړي مشران او دیپلوماتان، د افغان حکومت له مشرانو یې پاکستان ته د ورتګ غوښتنه هم وکړه، مګر افغان حکومت ورته د رد ځواب ووایه ځکه له روابطو یې راضي نه وو، چې دایې حق هم و او ښه سیاست هم، مګر عامه خبره ده چې[ د شخړو حل اخر هم د خبرو له لارې کېږي] همدې خبري ته په کتو خو باید مونږ ومنو، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سیاسې اړیکو ښه کېدو لپاره، چې پاکستان یې غوښتنه هم کړي ده د[کرکټ ديپلوماسې] یو ښه هڅه کېدلی شي.

کله چې لوی قدرتونه له دا ډول دیپلوماسۍ نه ګټمن کېدای شي نو افغانستان او پاکستان ترمنځ هم دا ډول دیپلوماسې باید و ازمایل شي، که دلیل دا وي، چې په دې سره به مونږ د هند ملاتړ له لاسه ورکړو نو دا بیا ښکاره ده، چې زمونږ کرکټ د هند له لوري تر سیاسې اغیز لاندې دی بغیر له دې، چې مونږ پري وپوهېږو.

زه دا نه وایم، چې کرکټ دې سیاسې شې مګر د افغانستان او پاکستان ترمنځ، چې اوس سیاسې شوی د هند او پاکستان ترمنځ لا له پخوا سیاسې دی، که زمونږ او د پاکستان ترمنځ د کرکټ سیالیو له امله هند زمونږ پر وړاندې خپل دریځ بدلوي نو پوه شه، چې زمونږ کرکټ مخکې له دې، چې له پاکستان سره سیاسې شي هند سره له وړاندې سیاسې دی.

سمه ده له لویه سره په ټولنېزه میډیا کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترسره کېدونکو سیالیو مخالف نظرونه ډیر دي او دا هم اوس ویل کېږي، چې اوسني حکومتونه د ولسونو دي او څه چې غواړي نو باید ترسره شي، مګر دا هم شونې ده، چې ولسونه له ډیرو احساساتو ځینې حساس مسایل لا د ترینګلتیا حالت ته یوسي، دیپلوماسې دا ایجابوي، چې  احساسات هیڅ مهال هم کامیاب سیاست مخته نه  شي وړلی او پایله یې منفي وي.

ځینې باورونه دا هم دي، که افغانستان کرکټ لوبډله د پاکستان لوبډلې سره دوستانه سیالۍ ترسره نه کړي نو پدې سره به د پاکستان لوبډله منځوي شي، مګر دا منطق ځکه غلط دی، چې د پاکستان ټیم یوازي له هند سره په سیالیو کې، ځینو ځایونو کې، سانسور ده نور له زیاتو لوبډلو سره لوبېږي.

سیاست باید متوازن واوسي، زمونږ لوبغاړي باید پاکستان کې سیالۍ ترسره کړي او بر عکس د پاکستان ټیم لوبغاړي دلته په افغانستان کې. که داسې نه وي او یوازي له تیز او وچ سیاست نه ګټه اخیستل کېږي نو بیا باید شپږیزه لیګ کې هم پاکستاني لوبغاړي نه وی.

پس ویلی شو، چې د پاکستان لوبډلې سره دوستانه سیالۍ یوازي سیالۍ نه دي، بلکې سیاست دی. که مونږ هر څومره ووایو دا سیالۍ سیاسې نه دي نو بیا هم مونږ تیروتنه کوو، نو ښه دا ده، چې د [کرکټ دیپلوماسۍ] نه په استفادې د ښه سیاست له مخې دا سیالۍ هم ترسره او تري وروسته هم باید افغان چارواکې که غواړي خپلې موخي ترلاسه کړي خپل پلانونه عملې کړي، په دې سره زمونږ سیاسیون د پاکستان ولسونو کې پر ذهنیتونو اغیز خندلی شي او هملته د خپل حکومت پر وړاند‌ زمونږ لپاره د ښه چلند غوښتنه کولی شي، چې دا به زمونږ لپاره پر پاکستانې مقاماتو باندې د فشار ښه اله شي او که نتیجه یې ور نه کړه نو آینده کې بیا د پاکستان د دا ډول دیپلوماسیو مخ ډپ کېږي. زمونږ مقامات باید له هري لاري، چې پر پاکستان دا ومني چې که افغانستان ورانېږي نو پاکستان ورسره سم ورانېږي او که برعکس افغانستان جوړېږي ورسره پاکستان هم د راحت احساس کولی شي نو حله به مونږ د سیاست په ډګر کې له پاکستانه میدان وړی وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *