کرکټ بورډ وايي، له پاکستان سره د سیالیو په اړه موافقه نهايي نه ده

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ د څو مسابقو په اړه د دوو هیوادونو د کرکټ بورډونو د مشرانو له څرګندونو وروسته کرکټ بورډ ووویل چې تراوسه په دې اړه پرېکړه نهايی شوې نه ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ ريیس عاطف مشعل او د هغه پاکستاني ساري شهریار خان د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د دوو هیوادونو لوبډلې به د جولای په میاشت کې په افغانستان او د اګست په میاشت کې په پاکستان کې دوې ۲۰ اوره سیالۍ وکړي.

دوی د دوو هیوادونو تر ۱۶ کلونو د کشرو او تر نولس کلونو د کشرو ټیمونو او الف ټیمونو ترمنځ پر مسابقو هم سلا اعلان کړه.

خو په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو د عاطف مشعل او شهریار خان پر موافقې اعتراضونه وکړل او ویې ویل، په داسي حال کې چې د دوو هیوادونو ترمنځ سیاسي ترینګلتیا تر بل هر وخت زیاته ده، په داسي حال کې د دوو هیوادونو ترمنځ د کرکټ مسابقې توجیه کېدای نه شي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن وویل چې په دې اړه به د کرکټ بورډ رييس عاطف مشعل سبا /سې شنبه/ په یوه خبري غونډه کې توضیحات ورکړي.

اټکل کېږي چې ښاغلی مشعل به په دې تاکید وکړي چې له پاکستاني لوري سره د ده موافقه نهايي نه وه.

دې موافقې په کرکټ بورډ کې اختلافات پارولي او د مشعل مخالفان هڅه کوي چې چې دا فرصت د نوموړي خلاف استعمال کړي.

په کرکټ بورډ کې اختلاف د کرکټ په نړیواله شورا کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب د منلو غوښتنه له خطر سره مخامخولی شي.

ټاکل شوې ده چې افغانستان د جنورۍ په میاشت کې د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب غوښتنلیک وړاندې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *