کرکټ بورډ له پاکستان سره سیالۍ رسماً لغوه کړې

تاند- د کابل له تروریستي حملې وروسته، چې افغان چارواکي وايي؛ آی ایس آی د حقاني شبکې په مټ کړې، د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولانو له پاکستان سره د کرکټ سیالۍ رسماً لغوه کړې.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر شکرالله عاطف مشعل د روانې اوونۍ په پیل کې په لاهور کې د پاکستان د کرکټ بورډ له مشر شهریار خان سره د دوو هیوادونو د ملي لوبډلو، الف، او ځوانانو د ټیمونو ترمنځ د یو شمېر لوبو په اړه موافقې وکړې.

د افغان کرکټ بورډ د مشر موافقې په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر افغانانو له سخت مخالفت سره مخامخ شوې خو د کرکټ بورډ ريیس ښاغلي مشعل پرون د دغو لوبو دفاع وکړه.

د کابل نننی تروریستي برید سبب شو چې کرکټ بورډ اعلامیه خپره کړي او رسماً اعلان وکړي چې له پاکستان سره د مسابقو په اړه شفاهي موافقه لغوه شوې ده.

کرکټ بورډ به خپله خبرپاڼه کې ویلي« له داسې هیواد سره چې تروریزم پکې پالل کېږي او د ترهګرو ځالې پکې شته، هیڅ راز دوستانه سیالۍ نه شي کېدای او نه هم د دوه اړخیزو همکاریو امکان شته.»

د کابل د تروریستي برید مسوولیت د افغانستان وسله والو مخالفانو په غاړه نه دی اخیستی او حتي د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې دا برید له دوی سره تړاو نه لري خو د حملې څرنګوالی او د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا ښيي چې دا برید له افغانستانه دباندې تنظیم شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *