افغان کرکټ بورډ د پاکستاني بورډ غوښتنه رد کړه

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان د کرکټ بورد دا غوښتنه رد کړه چې د دوو هیوادونو ترمنځ د کرکټ په برخه کې د اړیکو تر بیا پیلېدو وړاندې دې افغانستان ورڅخه رسماً بخښنه وغواړي.

د کابل په زنبق څلور لارې کې له خونړۍ موټربمي حملې وروسته د افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان سره د کرکټ د څو سیالیو موافقه لغوه کړه او ویې ویل چې له هغه هیواد سره دا ډول موافقه ګټه نه لري چې تروریستان پکې اوسي او هغو ته خوندي پناهځای ورکوي.

د پاکستان د کرکټ بورډ رييس شهریار خان اوس د افغانستان د کرکټ بورډ اعلامیه رد کړه او ویې ویل چې له افغانستان سره د کرکټ په برخه کې د پاکستان د اړیکو او همکاریو شرط دا دی چې افغانستان د پاکستاني ضد څرګندونو په خاطر رسماً معذرت وغواړي.

شهریار خان ویلي«موږ، کرکټ بورډ، دا دریځ غوره کړی چې که په علني ډول راڅخه بخښنه ونه غواړي، موږ به د کرکټ په برخه کې هیڅ راز اړیکې ورسره پیل نه کړو.»

پاکستان د کرکټ په نړیوال جام کې د اتلولۍ له ګټلو وروسته احساس کوي چې له انزوا څخه به راووځي. سره له دې پاکستان ته تراوسه پورې هیڅ بهرنی ټیم نه دی تللی ځکه چې دا هیواد ناامن او د ترهګرو ځاله بلل کېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ريیس عاطف مشعل وايي چې د پاکستان د کرکټ بورډ په ګډون یې د نورو هیوادونو له کرکټ ادارو سره اړیکې د دوه اړخیز درناوي پر اساس دي او دې ته هیڅ اړتیا نه ویني چې له چا بخښنه وغواړي.

د افغانستان او پاکستان د مخکینۍ موافقې پر اساس، چې افغانستان لغوه کړه، ټاکل شوې وه چې د دوو هیوادونو ملي لوبډلې تر نړیوال جام وړاندې دوې ۲۰ اووره سیالۍ په کابل او لاهور کې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *