افغان معلولو باسکټبالرانو اتلولي وګټله

تاند- د افغانستان د معلولت لرونکو ښځو لوبډلې په اندونیزیا کې د باسکټبال د سیالیو اتلولي وګټله.

افغان معلولیت لرونکې باسکټبالرانې په څلورمه سیالي کې له تایلنډي لوبډلې سره مخامخ شوې.

افغان لوبډلې څلورمه سیالي یا پایلوبه د ۲۵ په وړاندې په ۶۵ امتیازونو وګټله.

دا په روان تورنمنټ کې تایلنډ ته د افغانستان دوهمه ماتې وه.

تر دې وړاندې په روان تورنمنټ کې د فغانستان د باسکټبال د معلولیت لرونکو لوبغاړو ټیم هند او اندونیزیا ته هم ماتې ورکړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *