افغان تنکیو فوټبالرنو د منځنۍ اسیا اتلولي وګټله

تاند- د افغانستان تر ۱۵ کلونو کشرو فوټبال ټیم د منځنۍ اسیا د تنکیو لوبغاړو د سیالۍ په پایلوبه کې ازبکستان ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

د افغانستان د ۱۵ کلونو د فوټبال لوبډلې په دې سیالیو کې تاجکستان او قرغیزستان ته هم ماتې ورکړې وه خو یوه لوبه یې پر ترکمنستان یو پر صفر بایللې وه.

لومړۍ مسابقه یې له تاجکستان سره وه چې ۳ په یو یې وګټله، قرغیزستان هم په ورته نتیجه ګټلې وه.

ازبکستان بیا تاجکستان او ترکمنستان ته ماتې ورکړه او په پایلوبه کې له افغانستان سره مخامخ شو.

افغان لوبغاړو له ازبکستان څخه پایلوبه ۲ پر ۱ وګټله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *