اسمايي شاهین د غوره لیګ اتلولي وګټله

د فوټبال د غوره لیګ د سیالیو پایلوبه اسمايي شاهین ټیم دوه پر یو له میوند اتلانو وګټله.

اسمايي شاهین د لوبې په ۴۰ دقیقه لومړنی ګول وواهه.

میوند اتلانو لږ وروسته لوبه مساوي کړه.  خو ډېر وخت نه و وتلی چې اسمايي شاهین بل ګول وواهه.

د پایلوبې لیدلو ته د افغانستان د حکومت د اجراییه رییس عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر چارواکو، د ملي شورا غړو او یو شمېر سیاستوالو تللي ول. د دې لوبې، چې د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې وشوه، نندارې ته ۷ زره تنه راغلي ول.

د لوبې له پیلېدلو یوه ورځ مخکې د فوټبال مینه والو ټول ټکټونه را نیولي و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *