شاهین اسمايي ټیم د نیپال ماننګ مارشیانګدي ته ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان شاهین اسمايي فوټبال لوبډلې نن /چهارشنبه/ د بنګله دېش په شیخ کمال فوټبال کپ سیالیو کې د نیپال ماننګ مارشیانګدي (Manang Marshyangdi) ټیم ته ۳ پر یو ماتې ورکړه.

په دې سیالۍ کې، چې د بنګله دېش د چیټاګانګ په ایم اې اجیج لوبغالي کې وشوه، د شاهین اسمايي درې واړه ګولونه امیرالدین شریفي ووهل.

شریفي لومړنی ګول په ۳۸ مه دقیقه، دوهم په ۶۵ مه دقیقه او درېم ګول په ۷۳ مه دقیقه د پنالټي په شوټ وواهه.

امیر الدین شریفي د دې سیالۍ غوره لوبغاړی هم وپېژندل شو.

د شیخ کمال کپ سیالۍ هر کال په بنګله دېش کې د سیمې د فوټبال د کمزورو هیوادونو د کلبونو ترمنځ کېږي. تېر کال په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب سپینغر بازانو ګډون کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *