د افغانستان او زیمبابوې لپاره مهمه سیالي

تاند- د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د کرکټ څلورومه نړیواله یو ورځینۍ سیالي، چې /جمعه/ په هرارې کې کېږي، د دواړو ټیمونو لپاره خاص حساسیت لري.

افغانستان ته د دې سیالۍ ګټل د ټول ټورنمنټ د ګټلو معنا لري او زیمبابوې بري ته یو بل ګام نژدې کوي.

د دې لوبلړۍ لومړۍ دوې افغانستان ګټلي خو درېمه افغانستان صرف په څو اوورونو کې د پنځو لوبغاړو د پر له پسې سوځېدو له کبله د ټولو د توقع خلاف وبایلله.

سره له دې چې افغان لوبغاړو د زیمبابوې ټیم ډېر ژر سوځولی و او په روانو څو سیالیو کې یې تر ټولو د ټیټ هدف د پوره کولو لپاره بیټنګ کاوه خو د ټولو اټکلونو او باورونو خلاف افغان ټیم صرف په درو منډو سیالي وبایلله.

د دې ماتې سیوري یا منفي اغېز ممکن په نننۍ مسابقه کې د افغان لوبغاړو پر ذهنونو واکمن وي.

د درېمې لوبې په اړه تفصیل ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *