زیمبابوې په درېمه یو ورځینۍ سیالي کې افغانستان ته ماتې ورکړه

تاند- افغانستان نن /سې شنبه/ په هرارې کې له زیمبابوې سره په درېمه یو ورځینۍ مسابقه کې مخامخ شو.

دا سیالي په داسي حال کې افغانستان وبایله چې ټولو فکر کاوه چجې د افغانستان بری سل په سلو کې دی

پچه زیمبابوې وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.

زیمبابوې په ۳۲ اوورونو او ۲ توپونو ۱۲۹ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل. (تفصیل لاندې)

د افغانستان بیټنګ

محمد شهزاد او نور علي ځدراڼ د افغانستان پرانستګران (اوپینران) ول.

شهزاد په ۱۷ توپونو ۲۰ منډې وکړې خو ځدراڼ په لومړي توپ وسوځېد.

ورپسې رحمت شاه ۱۰، اصغر ستانکزي ۳۱، ګلبدین نایب ۲۷، سمیع الله شینواري ۲۹، محمد نبي ۱۰، نجیب الله ځدراڼ ۰، راشدخان ۲، امیر حمزه ۲ منډې وکړې.

د زیمبابوې ټول لوبغاړي په ۳۲ اوور کې وسوځېدل

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې په وړاندې په درېمه نړیواله سیالي کې د زیمبابوې ټول لوبغاړي په داسي حال کې وسوځول چې زیمبابوې ۱۲۹ منډې کړې وې او ۳۲ اوور یې روان و.

پچه ریمبابوې وګټله او پرېکړه یې وکړه چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.

په دې سیالي کې ګلبدین نایب خورا ښه وځلېد. د زیمبابوې لومړني ۴ لوبغاړي نایب وسوځول.

راشد ارمان ۳، فرید احمدي ۲ او محمد نبي ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د زیمبابوې لپاره تر ټولو زیاتې منډې موسکانده وکړې. ده ۶۰ منډې وکړې.

افغانستان به اوس د زیمبابوې د ۲۳۰ منډو هدف لپاره بیټنګ کوي.

دا د تېرو دوو سیالیو په پرتله خورا ټیټ هدف دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *