افغانستان له اماراتو درېمه ۲۰ اووریزه سیالي هم وګټله
تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن /یکشنبه/ له متحده عربي اماراتو څخه درېمه شل اووریزه سیالي په ۴۴ منډو وګټله.
افغان ټیم له متحدو عربي اماراتو څخه د درو شل اووریزو سیالیو د لړۍ لومړې دوې هم ګټلې دي.
په نننۍ سیالۍ کې افغان لوبغاړو متحده عربي اماراتو ته ۱۹۰ منډې هدف په داسي حال کې وټاکه چې ۵ لوبغاړي یې سوځېدلي ول.
اوپینر محمد شهزاد په ۳۰ توپونو ۴۴، نجیب تره کي په ۲۵ توپونو ۴۰، اصغر ستانکزي په ۹ توپونو ۱۰، عثمان غني په ۱۷ توپونو ۲۷، سمیع الله شینواري په ۲۲ توپونو ۲۹ منډې وکړې.
نجیب الله ځدراڼ په ۱۱ توپونو ۱۸ او محمد نبي په ۶ توپونو ۷ منډې وکړې او دواړه ناسوځېدلي پاتې شول.
په دې لوبه کې محمد نبي ۳ او راشید خان هم ۳ اماراتي لوبغاړی وسوځول.
راشید خان د دې ترڅنګ چې درې لوبغاړي وسوځول په ۴ اوورونو کې یې یوازې ۱۴ منډې ورکړې.
محمد نبي بیا د درو لوبغاړو په سوځولو لومړنی افغان لوبعاړی شو چې په ۴۷ نړیوالو شل اووریزو سیالیو کې یې تراوسه ۵۰ لوبغاړي سوځولي دي.