افغانستان له بنګله دېش څخه درېمه سیالي هم وګټله

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له بنګله دېش څخه نن /پنجشنبه/ له بنګله دېش څخه درېمه شل اوره مسابقه په یوه منډه وګټله.

افغانستان لومړۍ دوې سیالۍ نسبتاً په ډېر توپیر او په اسانه له بنګله دېش څخه وګټلې خو په نننۍ سیالۍ کې د کریم جنت کمزوري باولینګ له بنګله دېش سره مرسته وکړه چې افغانستان د ماتې له درشل سره مخامخ کړي.

که د راشد خان ښه باولینګ نه وای او د وروستي توپ په وړاندې د شفیق الله شفق خورا حیرانوونکی فیلډینګ نه وای، بنګله دېش د نننۍ لوبې ګټونکی و.

په لاندې جدول کې وینئ چې جنت په ۴ اورونو کې ۴۴ منډې ورکړي دي. پر ده په وروستي اوور کې ۵ څلوریزې ووهل شوې.

راشد خان په لومړۍ سیالۍ کې ۱۳ منډې ورکړې وې او ۳لوبغاړي یې سوځولي وو. په دوهمه کې یې ۱۲ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

په بیټنګ کې شهزاد د تل په شان توپ وهنه ښه پیل کړه. په لږ توپونو (۲۲) یې ډېرې منډې (۲۶) وکړې.

عثمان غني هم ورسره ښه ملګرتیا وکړه. غني په ۲۶ توپونو ۱۹ منډې وکړې.

کیپتان اصغر ستانکزي لا ښه بیټنګ وکړ. ده په ۱۷ توپونو ۲۷ منډې وکړې. خو سمیع الله شینواري د تېرو ۳ سیالیو په شان ښه بیټنګ وکړ. ده په ۲۸ توپونو ۳۳ منډې وکړې.

نجیب ځدراڼ په ۱۶ توپونو ۱۵ منډې وکړې خو شفیق الله شفق چې د اوورونو د کموالي له کبله تر فشار لاندې و او غوښتل یې په لږ توپونو زیاتې منډې وکړي، په ۵ توپونو صرف ۴ منډې وکړای شوې.

محمد نبي د تېرې لوبې خلاف ژر وسوځېد. راشد په یوه توپ یوه منډه وکړه او ونه سوځېد.

افغانستان په ۲۰ اوورونو کې د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په تاوان ۱۴۵ منډې وکړې.

د بنګله دېش لپاره تر ټولو ښه بیټنګ مشفیق الرحمان وکړ. ده په ۳۷ منډو ۴۶ منډې وکړې. محمد الله هم په ۳۸ توپونو ۴۵ منډې وکړې.

که نننۍ مسابقه افغانستان ګټلې هم نه وای، افغانستان د دې ۳ شل اوره سیالیو ګټونکی و. په دې لړۍ کې د افغانستان بري په ۲۰ اوره سیالیو کې د افغانستان اتم ځای لا ټینګ کړ.

خو له دې سره سره د کرکټ د ډېرو مینه والو او نظرخاوندانو په باور، هماغسي چې په وروستۍ لوبه کې شاپور ځدراڼ په تېرو سیالیو کې د زیاتو منډو د ورکولو په خاطر په وروستۍ لوبه کې ونه لوبول شو، پکار وه چې کریم حنت هم نه وای لوبول شوی ځکه چې په لومړیو دوو سیالیو کې د جنت لوبه یا پروفارمینس تر شاپور په هیڅ وجه ښه نه و.