افغانستان له بنګله دېش څخه لومړۍ شل اوریزه سیالي وګټله

تاند- افغانستان نن /یکشنبه/ جون ۳/ له بنګله دېش سره په لومړۍ شل اوره سیالۍ کې مخامخ شو او په ۴۵ منډو یې سیالي وګټله.

پچه پنګالي لوبغاړو وګټله خو غوره یې وبلله چې لومړی بیټنګ افغانستان وکړي. افغان لوبغاړو خپل ټول ۲۰ اوورونه ولوبول او د ۸ لوبغاړو د سوځېدو په تاوان یې ۱۶۷ منډې جوړې کړې.

د افغانستان پرانستګر لوبغاړو شهزاد محمدي او عثمان غني ۶۶ منډې وکړې. افغان لوبغاړو په داسې حال کې چې یو لوبغاړی یې سوځېدلی و ۷۲ منډې کړې وې.

شهزاد په ۳۷ توپونو ۴۰ او غني په ۲۴ توپونو ۲۶ منډې وکړې. د دوی ښه بیټنګ نورو لوبغاړو ته ښه روحیه ورکړه.

ورپسې اصغر ستانکزي په ۲۴ توپونو ۲۵ منډې وکړې خو تر ټولو ښه بیټنګ سمیع الله شینواري وکړ. ده په ۱۸ توپونو ۳۶ منډې وکړې. شفیق الله شفق هم یوازې په ۸ توپونو ۲۴ منډې جوړې کړې.

افغان لوبغاړو ډېر لوړ هدف خپلو بنګالي سیالانو ته ونه ټاکه او ګومان کېده چې سیاله لوبډله به ۱۶۸ منډې هدف پوره کړي خو باولرانو، چې د افغانستان د لوبډلې د قوت برخه ګڼل کېږي، خپل قوت ثابت کړ.

د بنګله دېش ټول لوبغاړي په ۱۹ اوور کې په داسې حال کې وسوځېدل چې ټولټال یې ۱۲۲ منډې جوړې کړې وې.

مجیب په لومړني توپ د بنګله دېش لومړنی لوبغاړی تمیم اقبال وسوځاوه چې له روحي نظره یې بنګالي لوبغاړو ته سخت ګوزار وکړ.

راشد خان چې تر نورو باولرانو وروسته راووت، په لومړیو دوو توپونو ۲ لوبغاړي سر په سر وسوځول.

مجیب ۱، شاهپور ځدراڼ ۳، محمد نبي ۲، کریم جنت ۱ او راشد خان ۳ لوبغاړي وسوځول.

راشد تر ټولو لږ منډې ورکړې. ده په ۳ اورونو کې د څلورو نورو باولرانو خلاف ۳ اوروه باولینګ وکړ او د ۳ لوبغاړو د سوځېدو ترڅنګ یې یوازې ۱۳ منډې ورکړې.

د بنګله دېش تکړه پرانیستګر لوبغاړی تمیم اقبال د محیب ځدراڼ له لوري او تر ټولو تکړه لوبغاړي شکېب الحسن د محمد نبي له خوا وسوځول شو. د بنګله دېش د وروستي لوبغاړي توپ راشد خان خورا ښکلی او په اکروباتیکه بڼه ونیوه ( کچ)

(په لاندې ویدیو کې شاهپور ځدراڼ ویکټ ماتوي)

ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې دوې نورې سیالۍ هم وکړي.

بله سیالي به د سې شنبې په ورځ بیا هم د هند د دهرادوم په راجیو ګاندي لوبغالي کې وي.