روسیه د فوټبال د سیالیو له نندارچیانو وېزه نه غواړي

تاند- د ۲۰۱۸ د فوټبال د نړیوال جام کوربه هیواد روسیې ویلي چې له هغو کسانو به وېزه نه غواړي چې د فوټبال د سیالیو لیدو ته ورځي.

د روسیې دا اعلان د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په خپله ویبپاڼه کې خپور کړی دی.

په خبر کې ویل شوي، هغو کسانو ته د روسیې د وېزې اړتیا نشته چې په دغه هیواد کې د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو د لیدو لپاره روسیې ته سفر کوي.

د روسیې په دې ویبپاڼه (www.fan-id.ru) کې معلومات وړاندې شوي دي.

په دې ویبپاڼه کې ویل شوي چې روسیې ته د فوټبال د مسابقو لپاره سفر کوونکی باید مخکې تر مخکې د مسابقو ټکټ واخلي. ویبپاڼه د فوټبال د مینه والو نومونه ثبتوي.

د هر ټکټ بیه له ۱۵۰ څخه تر ۱۴۵۰ ډالرو پورې ده.

د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو په شپو ورځو کې خلک له وړیا ترانسپورتي وسایلو استفاده کولی شي.