په شل اوره سیالیو کې ۸ افغانستان له ۱۰ بنګله دېش سره مخامخ دی

تاند- د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې د درو شل اوره سیالیو د لړۍ لومړۍ سیالي نن /یکشنبه/ د شپې په ۷ بجې (د افغانستان وخت) د هند د دهرادوم ښار په راجیوګاندي نړیوال لوبغالي کې پیلېږي.

د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ټیمونو تراوسه پورې یوازې یوه شل اوره سیالي کړې ده. دا سیالي په ۲۰۱۴ م کال د شل اوره نړیوال جام پرانیستونکې مسابقه وه چې بنګله دېش په ۹ ویکټونو وګټله.

خو له هغې نېټې را په دې خوا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ډېر تغییر کړی او په مجموع کې په افغانستان کې کرکټ زیاته وده کړې ده.

دا جام به کوم هیواد خپل هیواد ته یوسي؟

اوس په شل اوره سیالیو کې افغانستان په نړۍ کې اتم ځای لري خو د بنګله دېش مقام لسم دی یا په بله ژبه بنګله دېش تر افغانستان ۷۵ پاینټونه لږ لري.

بنګله دېش هم پر خپله لوبډله ډېر کار کړی دی. دې هیواد په وروستیو کې له سریلانکا او هند سره په درې هیوادیزو سیالیو کې له کوربه سریلانکا څخه دوې سیالۍ وګټلې خو پر هند یې وبایللې.

په یادو سیالیو کې د بنګله دېش لپاره مشفیق الرحمن او محمودالله ریاض ښه وځلېدل.

د افغانستان لوبډله د شل اوره لوبو په چوکاټ کې د نړۍ ښه لوبډله ګڼل کېږي. سږ کال افغان لوبډلې په متحده عربي اماراتو کې له زیمبابوې دواړه مسابقې وګټلې.

د راشد خان په شان لوبغاړي، چې نوم یې نن سبا د هند د غوره لیګ له سیالیو وروسته د ټولو کرکټ دوستانو په خوله کې دی، هر ټیم ته خطرناک لوبغاړی ښکاري.

ده تېره اوونۍ په انګلیستان کې د بنګله دېش له مجیب الرحمن سره د ویست انډیز په وړاندې د نړۍ ۱۱(World XI) لوبډلې لپاره مسابقه وکړه.

د کرکټ ۳۶۵ د راپور له مخې، د بنګله دېش کیپتان شکېب الحسن، چې د هند په غوره لیګ کې له راشد خان او محمد نبي سره په حیدراباد سن رایزر کې لوبېده، وايي چې تر ټولو زیات خطر له راشد خان څخه احساسوي.

راشد خان په شل اوره سیالیو کې په نړۍ کې لومړی مقام لري.

افغانستان د راشد ترڅنګ مجیب ځدراڼ هم لري چې هغه هم سپین باولر دی. خو په دې سیالیو کې به افغانستان د تېز باولر د نه لرلو له کبله له ستونزې سره مخامخ وي ځکه چې دولت ځدراڼ ژوبل شوی دی.

د منډو په برخه کې به د افغانانو سترګې شهزاد محمدي ته اوښتي وي. محمد نبي د افغانستان بله شتمني ده چې هم باولینګ کوي او هم بیټنګ.

د افغانستان لوبډله:

اصغرستانکزی (کیپتان)، محمد شهزاد (ویکیټ کیپر)، نجیب تره کی، محمد نبي، راشد خان، مجیب ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، شفیق الله، شرف الدین اشرف، ګلبدین نایب، افتاب عالم.

او د یوه وروستي خبر له مخې افغانستان په خپله لوبډله کې د حضرت الله ځاځي نوم هم شامل کړدی دی.

په یوه بل خبر کې د افغانستان دا ۱۶ لوبغاړي معرفي شوي دي:

د افغانستان لوبډله:

اصغرستانکزی (کیپتان)، محمد شهزاد (ویکیټ کیپر)، نجیب تره کی، محمد نبي، راشد خان، مجیب ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، شفیق الله، شرف الدین اشرف، ګلبدین نایب، سمیع الله شینواری، عثمان غني، دروېش رسولي، کریم جنت، شاهپور ځدراڼ او حضرت الله ځاځي.

د بنګله دېش لوبډله:

شکېب الحسن (کیپتان)، تمیم اقبال، لیتن داس، مشفیق الرحمن (ویکټ کیپر)، محمود الله ریاض، صابر رحمان، مصدق حسین، مهدي حسن، ابو حیدر روني، رب الحسین، نظام الاسلام اپو.