راشد خان په ۲۰ اوره سیالیو کې هم د نړۍ تر ټولو زیات ویکټ اخیستونکی شو

تاند- وروسته له دې چې راشد خان (ارمان) د یو ورځنیو سیالیو د نړۍ تر ټولو ښه باولر وپېژندل شو، په شل اوریزو سیالیو کې یې هم د غوره باولر مقام هم خپل کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا نن /یکشنبه/ اعلان وکړ چې راشد خان په شل اوره سیالیو کې د ۷۵۹ امتیازونو د لرلو له کبله لومړی مقام خپل کړی دی.

rashidراشد خان له زیمبابوې سره د افغانستان په ۵ یو ورځنیو سیالیو کې د ۱۶ ویکټونو له اخیستلو وروسته په یو ورځنیو مسابقو کې د ویکټونو او امتیازونو د لرلو له پلوه د نړۍ لومړی درجه باولر شو.

راشد خان په ۳۷ سیالیو کې د ۸۶ ویکټونو په ترلاسه کولو او د ۷۸۷ پامتیازونو په لرلو د یو ورځنیو سیالیو لومړي مقام ته ورسېد خو له ده سره یو هندی لوبغاړی په یو ورځنیو سیالیو کې اوږه په اوږه روان دی. هندی لوبغاړی جسپرت بومرا هم ۷۸۷ امتیازونه لري او عجیبه دا ده چې ده هم د راشد خان په شان په ۳۷ سیالیو کې ۶۴ ویکټې اخیستي دي.

خو په شل اوره سیالیو کې د راشد خان امتیازونه بې ساري دي. تر ده وروسته تر ټولو ډېر امتیازونه د نیوزیلنډ د باولر ایش سودهي دي. د سودهي امتیازونه تر راشد خان ۵۹ لږ دي.

محمد نبي په شل اوره سیالیو کې د نړۍ درېم زیات ویکټ اخیستونکی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *