په ژمنیو المپیک سیالیو کې ناروې لومړۍ شوه

تاند- په جنوبي کوریا کې ژمنۍ المپیک سیالۍ په دې مسابقو کې د شاملو هیوادونو د استازو او لوبغاړو په ګډون په یو لړ مراسمو پای ته ورسېدې.

د امریکا د ولسمشر لور ایوانکا ټرمپ هم په پاییزو مراسمو کې برخه واخیسته.

په دې سیالیو کې، چې د جنوبي کوریا په پیونګ چانګ ښار کې وشوې، تر ټولو زیات میډالونه ناروې وګټل.

دغه هیواد د سرو زرو ۱۴، د سپینو ۱۴او د ژېړو ۱۱ میډالونه خپل کړل.

ورپسې جرمني و. که څه هم د جرمني د سرو زرو میډالونه ۱۴ وو، خو په مجموع کې د ناروې د میډالونو شمېر ۳۹ او د جرمني ۳۱  دی.

کاناډا درېم، امریکا څلورم، او هالنډ پنځم مقام ترلاسه کړ.

د ژمنیو المپیک لوبو د پای مراسم او اورلوبه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *