جسمي معلولیت خنډ کېدای نه شي
تاند- دا غرختونکی (لای چي وای) نومېږي. په ۲۰۱۱ م کال په یوه ترافیکي پېښه کې له پښو وغورخېد خو اراده یې ونه بایلله.
د نیویارک پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، لای چي وای که څه هم په څرخچوکۍ (ویلچېر) اتکا کوي خو د غره هومره لوړ همت لري.
د دې لپاره چې ثابته کړي چې معلولیت به یې نهیلی او ناکامۍ ته تسلیم نه کړي، له څرخچوکۍ سره ۱۶۰۰ فوټه لوړ غره ته وخوت.