د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان بستر شو

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان اصغر ستانکزی له ویست انډیز سره د افغانستان د تمریناتي مسابقې په درشل کې په روغتون کې بستر شو.

کرکټ بورډ وايي چې اصغر ستانکزی اپندیسي (اپنډیکس) دی او نن /دوشنبه/ به یې په زیمبابوې کې جراحي عملیات وشي.

۳۰ کلن اضغردافغانستان کرکټ ملی لوبډلې لپاره تراوسه په (۸۳) یوورځنیولوبوکې (۲۱) اوسط سره (۱۵۶۵) منډې جوړکړي دي.

کرکټ بورډ هیله لري چې ښاغلی ستانکزی به په ۱۰ ورځو کې د دې جوګه شي چې لوبو ته راستون شي.

اصغرستانکزی او د افغان لوبډلې نور لوبغاړي حاضردمه په زیمبابوې کې دي چې د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې ګډون وکړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا /سې شنبه/ له ویست انډیز سره او د پنجشنبې په ورځ /مارچ ۱/ له هالنډ سره تمرینی مسابقې لري.

د نړیوال جام د غوراوي لپاره به د افغانستان لومړۍ مسابقه د مارچ په ۴ مه له سکاټلنډ سره وي.

افغانستان په بي ګروپ کې له سکاټلنډ، زیمبابوې، هانګ کانګ، او نیپال سره سیالۍ کوي.

له دغو سیالیو وروسته به د سږ کال د جون په څوارلسمه د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړي په توګه خپله لومړنۍ ڼیستلوبه له هند سره وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *