ویسټ انډیز له افغانستان سره د خپلو سیالیو مهالوېش اعلان کړ

تاند- د ویست انډیز کرکټ بورډ تایید کړه چې په جون میاشت کې به په څو سیالیو کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کوربه وي.

د ویست انډیز د کرکټ بورډ په وینا د دغه هیواد او افغانستان ملي ټیمونه به ۳ یو ورځینۍ نړیوالې او څو شل اووریزې سیالۍ وکړي.

دا به د ۲۰۱۶ د شل اووریزو سیالیو له نړیوال جامه وروسته د دواړو هیوادونو د ټیمونو لومړنۍ سیالۍ وي. په ۲۰۱۶ کې افغان ټیم د ویسټ انډیر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

تر دې وړاندې د ۲۰۱۰ د شل اووریزو سیالیو د نړیوال جام په مهال، چې پایلوبه یې انګلنډ له استرالیا وګټله، د افغانستان د کرکټ ټیم ویسټ انډیز ته د سیالیو لپاره تللی و.

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ وايي، له افغانستان سره به درې ۲۰ اووریزې سیالۍ په وارنر پارک کې د جون په ۲ مه، ۳ مه او ۵مه وکړي او (ډېرن سمي کرکټ ګراونډ) به د دواړو ټیمونو د یو ورځنیو سیالیو کوربه وي.

د افغانستان او ویسټ انډیز لوبډلې به د جون په ۹مه، ۱۱مه او ۱۴ مه په یو ورځنیو سیالیو کې سره مخامخ شي.

تر دغو سیالیو وړاندې به افغانستان د مې په ۳۰ مه تمریني سیالي وکړي.

د ویسټ انډیز د کرکټ بورډ منېجر په کرکټ کې د افغانستان چټکه وده وستایله، ویې ویل له افغان لوبډلې سره د جون د میاشتې مسابقې د ویسټ انډیز لپاره د خپل رینک یا درجه بندۍ د ښه کولو لپه خاطر یو ښه فرصت دی او دا به مرسته وکړي چې لوبډله یې د ۲۰۱۹ نړیوال کپ ته په اتومات ډول غوره شي.

رونالډ هولډر وویل«موږ کربین (ویسټ انډیز) ته د دې لوبلړۍ لپاره د افغانستان هرکلی وایو.»

د افغانستان دوه لوبغاړي راشد ارمان او محمد نبي د کربین د غوره لیګ سیالیو ته غوره شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *