ویسټ انډیز د ایرلنډ خلاف لوبډله اعلان کړه

ولید (خپلواک)

 د ویسټ انډیز کرکټ بورډ خبردارې ورکړ چې راتلونکی سیریز چې ویسټ انډیز یې له ایرلنډ سره لري، جیسن هولډر به په لومړۍ دوه سیالیو کې ونه لیدل شي.

 راجر هارپر وویل ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله په ورستیو وختونو کې ډېره په پرمختګ روانه ده او دوی غواړې راتلونکي سیالۍ هم وګټې؛ ځکه دا لوبې د ویسټ انډیز لپاره ډېرې مهمې دي.

 جیسن هولډر د ویسټ انډیز لپاره یو له مهمه الراوڼدرانو څخه حسابیدلی شي، خو اوس باید په دوه سیالیو کې استراحت وکړي.

 دوی وايي ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان پر وړاندې درې نړیوالې یو ورځینۍ لوبې وکړي او درې واړه مو په ښه مورال وګټلې.

 له هغې ورسته هندوستان سره سیریز کول او لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه ګټل زمونږ لپاره یوه د ویاړ خبره وه.

 ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله اوس په پنځوس اوریزه لوبه کې غواړې ډېر پرمختګونه وکړي او د ځان او لوبډلې لپاره ښه ښه لوبغاړي پيدا کړي چې په لوبغالي کې تر ډېره پاتي شي.

 ویسټ انډیز د ایرلنډ خلاف دغه ډول سکواډ اعلان کړ.

 سکواډ: کیرون پولارډ (کپتان) ، سنیل امبریس ، روسټن چیس ، شیلډن کوټریل ، شمرون هیتمیر ، شای هوپ ، الزاری جوزف ، برانډن کینګ ، ایوین لیوس ، کیمو پاول ، خیري پیری ، نیکولس پوران ، روماریو شیفرډ ، هیدن والش جونیئر.